اسلام آباد ۔ (مانند نیوز)  وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان لپاره د سعودي پرله پسې مرسته ٬  په پراخه زړه ماونت او  منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د كردار ستائنه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس مېډيا څانګې نه د زيارت په ورځ جاري بيان تر مخه پاكستان كښې د سعودي عرب سفير  نواف بن سعيد المالكي د خپلو سفارتي  ذمه وارو په تر سره كولو  وزيراعظم شهباز شريف سره  په وزيراعظم هاوس كښې ملاقات وكړو۔  وزيراعظم د سعودي سفير له د خپلو ذمه وارو  په ښه ډول تر سره كولو مباركي وركړه  او د پاكستان او سعودي  عرب تر مينځه  د ژورو دورورولۍ  او د تزوېراتي اړېكو لا استكام لپاره يې د هغه  د خدمات ستائنه وكره۔  وزيراعظم   د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز  آل سعود او د ولي عهد  و وزيراعظم  شهزاده محمد بن سلمان صحت او روغې سټې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پاكستان لپاره د سعودي د پرله پسې  مرستې  او د پراخه زړه معونت ستائنې كولو سره منطقه كښې امن او د استحكام ودې لپاره  د سعودي عرب د مهم كردار ستائنه وكړه ۔  د سعودي سفير د خپلو سفارتي ذمه وارو  په مهال د پاكستان د اړخه  د تر لاسه شوې مرستې  او په مېلمستيا  د وزيراعظم  او د پاكستان حكومت مننه وكړه ۔  هغه پاكستان كښې استوګنه  يوه يادګاري  او په زړه پورې تجربه ګرځولو سره د پاكستان او سعودي اړيكو لا مضبوطولو لپاره د خپل ذاتي عزم پخلے وكړو۔  وزيراعظم د سعودي سفير د سباون ذمه وارو لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *