بيجنګ۔ (مانند نیوز) د چين شين ژو ۔24 خلائي مشن په كاميابۍ سره تيان ګونګ خلائي مشن سره وتړلے شو۔ د شنهوا تر مخې د چين شين ژو ۔24 انساني خلائي راكټ د شورو په ورځ د بيجنګ وخت مطابق د ورځې 11 بجې او په 56 منټه د تيان ګونګ خلائي سټيشن سره منسلك شو۔ د چين خلائي ايجنسۍ (سي اي ايس اے ) ترمخه خلائي جهاز د خود كاره نظام لاندې په تند رفتاره ډول د خلائي سټېشن مركزي ماډيول ٬٬تيان هي٬٬ په وړاندې برخه كښې د شته ډاكنګ پورټ سره رابطه قائم كړه ٬ د ډاكنګ ټول عمل نزدې په درې نيمو ساعتو كښې تر سره شو۔ په خلائي الوتكه كښې ناستو دريو خلا بازو كښې د چين تانګ هونګبو ٬ ووپي او د پاكستان ذيشان علي شامل دي۔ ذيشان علي د د تيان ګوئنګ خلائي سټېشن دوره كونكے وړومبے غېر ملكي خلا باز دے۔ شين ژو 24 خلائي جهاز د شورو په ورځ د بيجنګ وخت مطابق سهار په 8 بجې او 18 منټه د لانګ مارچ ۔ 2 ايف راكټ د لارې قطبي لويديځ چين كښې د جيو چهوان سېټلائټ لانچ سېنټر نه روان شوے ؤ۔ ليکنه چليدنه د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان وړومبې خلا باز محمد ذيشان علي ته په تاريخي خلائي مشن روانېدو مباركي وركړه