پېنډۍ ۔21نومبر(اے پی پی) د پاکستان دورې پای ته په رسېدو د سریلانکا کرکټ لوبډلې په درناوي كښې د ماښامنۍ مېلمستيا اهتمام وشو په كومه كښې چې د سري لنكا د ټېسټ سكواډ لوبغاړو ٬ ټيم آفيشلز او د پي سي بي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاكستان كركټ لوبډلې منېجر  نويد اكرم چيمه سرلنكن لوبغاړو او آفيشلز ته يادګاري ډالۍ وړاندې كړې۔ سری لنکن لوبغاړو د پاكستان دورې په مهال د پي سي بي لخوا ترتيب شوي انتظامات او مېلمستيا وستائله۔ سری لنکن لوبډلې د پاكستان دورې په مهال د درې ټي 20 مېچونو ٬ دوه ټېسټ  مېچونو او درې هېواديزه ون ډے سيريز كښې ګډون وكړو۔ مېلمنه لوبډله به د اتوار په ورځ خپل هېواد ته روانيږي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *