اسلام آباد(اے پی پی) هائیر اېجوکېشن کمېشن د بلوچستان ساحلی سيمو زده كوؤنكو له انډر ګرېجوېټ سكالرشپ اعلان كړے دے۔ د كمېشن د اعلان له مخې د بلوچستان ساحلي سيمو شیروں ګوادر، لسبېله، حب،کېچ (تربت) او آواران سره تعلق لرونكو ذهينو زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته به د پاكستان په بېلو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كولو له سكالرشپ وركولې شي۔ د دې سكالرشپ اهل به هغه زده كوؤنكي وي چې عمرونه يۍ 22 كالو څخه كم او په هائیر سکېنډری سکول امتحان كښې يۍ 50 فیصده لمبرې ترلاسه كړې وي۔ دا سكالرشپ به په مېرټ د ضلعي كوټې له مخې وركولې شي۔ دې سكالرشپ لپاره د خواستونو جمع كولو وروستۍ نېټۍ 30 نومبر ټاكلې شوې ده۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *