اسلام آباد(مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جناح انټرنېشنل هوايي ډګر دورې په مهال په کاونټروز د امېګرېشن پروسې کتنه وکړه۔ د کورنیو چارو وزیر بهرنیو هېوادونو ته تلونکو مسافرو سره ولیدل او د امیګرېشن پروسې په اړه یې پوښتنې وکړې۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د كورنيو چارو وزير دورې په مهال امیګرېشن سېستم له ستونزې سره مخ شو۔ هغه په موقع محسن نقوي وویل د امېګرېشن سېستم بندېدو په صورت كښې دې د متبادل انتظام بندوست وكړې شي۔ ده په جعلي دستاوېزات د سفر كوونكو خلاف د سخت اېكشن امر كولوسره ووئيل چې نيمګړی او غېر مصدقه اساند لرونكو ته دې د سفر اجازه ورنكړې شي۔اړوندو چارواكو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي ته يۍ د ستونزې لرې كولو هدايت وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *