اسلام آباد (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوی وئيلي دي چې اوسني دور كښې د جدید علوم او فنون دروازے پرانستلې شوي چې ورسره پوهانو ته د پرمختګ او سوكالۍ نوې مزل پيل كولو حوصله او پراخه موقعې ترلاسه شوي، جدید تعلیم ذرائع زر تر زره كارولو سره به پاكستان په يوه لسيزه كښې د نړۍ د قیادت كولو جوګه شي۔ده دا خبره ده خالي په ورځ جناح كنونشن سینټر كښې د رفاه انټرنیشنل پوهنتون ۱۸م كانووكیشن ته وينا كښې وكړه۔ صدر مملكت په خپله وينا كښې په زده كونكو دعلم ترلاسه كولو او د هېواد د خذمت لپاره ټول جدید وسائل كارولو زور راوړو۔صدرمملكت ووئيل د نن نړۍ د مصنوعی ذهانت او نور اړوند اختراعات د لارې د رامخې ته شوې انقلاب څخه لارښودنه ترلاسه كوي چې ورسره انسانی پوهه زياته شوي او انسانی وسائل پرمختګ كښې نرست هترلاسه كېږي۔صدرمملكت په هېواد كښې د سكولونو څخه بهر په ۲۸ ملیونه ماشومانو د تشویش څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د دې مسئلې مخنيوي لپاره آن لائن او ورچوئل طرز تعلیم ته ودي وركولو ته اړتيا ده۔د ټولي نړۍ او په خاص توګه د غزه د موجوده منظر نامے ذكر كولو سره صدرمملكت په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې په نړۍ د پر مذموم مفادات غلبه ده، نړۍ د دولت په مساوی تقسیم، غریبانو استحصال ختمولو او په پراخه توګه په تباهۍ ژاړي،وړاندې به د ظلم او بربریت پېښو څو مياشتي پس پاتې انسانیت خبريدلو ، دورجدید كښې د غزه په رامخې ته شوې مناظر په سمدستي توګه د بنی نوع انسانیت زړونه سخت شوې۔ صدر د هېواد روښانه سباؤن لپاره په زده كونكو زور راوړو چې جديد دور تقاضو له مخې خپل ځان روان كړي۔ده د یقین او اعتماد څرګندونه وكړه چې جدید تعلیم ذرائع زر تر زره كارولو سره به پاكستان په يوه لسيزه كښې د نړۍ د قیادت كولو جوګه شي۔صدرمملكت د ووند بيلو څانګو كښې د تحقیق اهمیت رامخې ته كولو سره زراعت كښې د ایسټونیا او هالینډ په شان د كوچنو هېوادونو د كامیابیو حواله وركړه۔وائس چانسلر په دې مهال ووئيل رفاه د هېواد وړومبې پوهنتون دې كوم كښې چې په برتانیه كښې جوړ لائیډز رجسټر معیارات له مخې سند وركړې كېږي۔ صدر مملكت په دې موقع د پی ایچ ډی زدكونكو له سندونه وركړل۔ ليکنه چليدنه سيکويرټي فورسز بډھ بېر اپرېشن كښې انتهائي مطلوب دهشتګرد هلاک شوي دے,آئي اېس پي آر برېسټ كینسر تاخیر تشخیص له وجه پاكستان كښې د كال44 زره كسان په حق رسي