اسلام آباد (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ګرد هېواد په سكولونو كښې خاص ماشومانو له جامع تعليم باوري كولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د جسماني صلاحيت، سماجي او اقتصادي پس منظر نه پرته ټولو كوچنيانو ته به د تعليم يو ډول موقعې وركول وي، نجي سکولونه، د خېرښګړې تنظيمونه دې معذوره ماشومانو پشمول ټولو له تعليم ته رسنه زياتولو له د حكومتونو ملګرتيا وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاٶس كراچۍ كښې د نجي سكولونو او اېن جي اوز په انتظام كښې د سكولونو نمائندګانو سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د تعليم وفاقي نګران وزير مدد علي سندھي، د سندھ د تعليم نګرانه وزيره رانا حسېن، امپاورمنټ اف پرنسنز ود ډس اېبلټيز ادارې سېكتر٬ د اېجوكېشن اېنډ لټرېسي څانګې سېكتر او د كراچۍ د سكولونو نمائندګان هم موجود وو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع صدر ته خاص كسان اختيار منده جوړولو او په جامع تعليم بريفنګ وركړے شو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *