پېنډۍ ۔26 نومبر(مانند میڈیا) امنيتي ځواكونو د  ترهګرۍ مخنيوي مهم په تسلسل كښې 20م نومبر څخه تر دې دمه د بلوچستان په نوشكي ٬ سبي ٬ پنجګور او كېچ ضلعو كښې انټلي جنس بېسډ عمليات وكړل په كومو كښې چې فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكي 12 ترهګر ووژل شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 20 نومبر په نوشكي ضلع كښې د ترهګرو يو پټ ځاې په نخښه كړې شو چرته چې د ډزو له تبادلې وروستو د فتنة الهندوستان 8 ترهګر لمنځه يوړلې شو۔ د وژل شوو ترهګرو قبضې څخه وسله او ګوله بارود برآمد كړې شول۔ د پاك پوځ وياند وئيلي دي چې په 21 نومبر په سبي ضلع كښې د ترهګرو خلاف كارروايۍ كښې د فتنة الهندوستان 2 ترهګر ووژل شول۔ دغسې په 22 او 23 نومبر پنجګور او كېچ كښې د دوه بېلو نښتو په مهال د ترهګرو پټ ځايونه ويجاړ كړې شول او 2 ترهګر ووژل شول۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې د عزم استحكام لاندې هېواد څخه په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو كارروايۍ روانې ساتلې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *