هنوئي (مانند نیوز) د ويتنام خارجه وزير لي هوئي ترونګ به د شورو په ورځ د ميانمار سرکاري دوره کوي۔ رائټرز له مخې د ويتنام خارجه وزارت بيان كښې ووئيل هيله ده چې خارجه وزير لي هوئي ترونګ به د ميانمار خپل همڅنګ سره د دوه اړخيزه مرستې د غونډې په ګډه مشري وكړي۔ خارجه وزارت ووئيل ويتنام ميانمار د آسيان يو مهم غړے ګڼي او هېواد كښې د امن په اړه د آسيان 5 نکاتي اتفاقِ رائے د ميانمار سره د تنظيم د پرله پسې رابطو او مرستي لپاره بنيادي فريم ورک ګرځوي۔دا دوره په يو داسې وخت كښې كيږي كله چې نزدې يوه مياشت وړاندې ويتنام او ميانمار د يو بل په هېوادونو كښې نوي سفيران تعينا كړې دي۔ ليکنه چليدنه چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د كورنيو چارو وزير محسن نقوي سره د ايران په دوره لاړو ۔ آئي ايس پي آر