اسلام آباد۔26نومبر(مانند میڈیا) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ عملياتو امنيي ځواكونو ته  پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف مؤثره كارروايۍ د قومي سلامتيا د عزم عكاسي كوي۔ د قومی اسمبلۍ د ډائرېکټورېټ جنرل ميډيا څخه د جاري شوي بيان له مخې سپيكر ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړو۔ سپيكر وئيل په بلوچستان كښې امن او ثبات په  ځاې كولو له د امنيتي ځواكونو قربانۍ او خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ ناسور ختمولو له امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *