اسلام آباد 25 نومبر (مانند نیوز) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان وړومبې خلا باز محمد ذيشان علي ته په تاريخي خلائي مشن روانېدو مباركي وركولو سره دا د پاكستان تاريخي او يادګار لمحه او ټول قام لپاره د وياړ وړ سبب ګرځولې ده ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان يو بيان كښې د سينيټ چيئرمېن ووئيل د محمد ذيشان علي خلا پلو په روانېدل د پاكستان لپاره تاريخي لمحه ده٬دا كاميابي انفرادي اعزاز سره سره د 25 كروړه پاكستاني اولس لپاره د وياړ او د قامي عزم علامت ده ۔سيد يوسف رضا ګېلاني د تاريخي مشن به كاميابۍ كښې كردار ادا كوونكو انجينئرز٬سائنس مدارو ٬پوهانو او د اړوند ډلو خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل دا كاميابي د هغوي د پيشه وره مهارت٬محنت او سائنسي عزمت ثبوت دے۔ده ووئيل د محمد ذيشان علي خلائي مشن د پاكستان او چين د زوال نه لرزنكې ملګرتيا نوې لوړې كچې عكاسي كوي۔پاكستان چين ملګرتيا اوس د زمكې څخه تر خلا مرستې په صورت يو نوي تاريخي پړاؤ ته داخليږي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د ټول قام عاګانې او نيكې هيلې د محمد ذيشان علي سره دي او د هغه كاميابي به د پاكستان نړيوال تشخص او سائنسي صلاحيتونه نور هم رامخې ته كړي ليکنه چليدنه د شانګله پوليس په وخت و موثر ځوابي كاروائي٬د جمبل په چيك پوسټ د فتنه الخوارج بريد ناكامه٬ترهه ګر په ورسوتو تنبولو وتښتېدل