بینکاک۔ 16نومبر  (مانند نیوز) د تھائي لینډ په سېلګرۍ جزیره فوکټ كښې د ګل په سهار  په يوه څلور منزله تجارتي ودانۍ كښې د هور لګېدو څخه  11 كسان مړه  او 16  ژوبل شول ۔ د بنګله دیش نیوز ایجنسۍ بي ایس ایس تر مخه  پولیس  ووئېل هور سهار درې نيمې بجې   په يوه تجارتي ودانۍ كښې ولګېدو چرته چې ریستوران او  د کرايه استوګنې  موجود دي ۔ د فوکټ سيمې  پټونګ سره  تعلق  لرونكې  پولیس ووئِېل هور مړ كوونكو په دوه ساعته وخت كښې په هور قابو وموندلو  او  د ودانۍ څخه يې د   11  كسانو مړي  تر لاسه كړل ، په مړو شوو كښې  د  تھائي لینډ او  میانمار وګري شامل دي ۔پولیس ووئېل  د هور سبب معلومولو  لپاره پیلټنې رواني دي۔ده ووئېل د لوګي نه ځپلو او د  شیشو ماتېدو څخه  ژوبل شوي  16 كسان روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔  ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *