نیویارک ۔(مانند نیوز) د روسيه خارجه وزیر سرګئئ لاوروف په مشرۍ كښې د روسيه پلاوې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مه غونډه كښې ګډون لپاره نیویارک ته ورسېدو۔ تاس تر مخه د دورې مرکزي پروګرام به په 26 ستمبر د جنرل اسمبلۍ عمومي مباحثې ته د سرګئئ لاوروف خطاب وي ۔د روسیه خارجه وزیر به د غونډې په مهال د 30 نه زيات ملاقاتونه كوي ، چې پكښې په 23 ستمبر د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو سره ملاقات هم شامل دے ۔ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلی 81 مې غونډې مشري د بنګله دیش خلیل الرحمان کوي۔ د هغه د صدارت موضوع ’’د باور بحالي ، د بدلونونو انتظام:د ټولو لپاره كار كوونكې ملګري ملتونه ‘‘ده۔ ليکنه چليدنه د اطلاعاتو وفاقي وزير د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك دوره ٬ د سولې، روادارۍ او ملي یووالي پېغام ته وده وركول د وخت اهم حاجت دے: عطاﺀ تارړ