اسلام آباد۔02 نومبر(مانند میڈیا) د پاكستان او جمهوريه كوريا سريم كورټس ترميځه عدالتي همكارۍ ته وده وركولو له د تفاهم يادښت لاس ليك شوې دې۔ د سپریم کورټ د عامو اړيكو څانګې لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس یحییٰ آفریدی او د جمهوريه كوريا د سپريم كورټ چيف جسټس جو هی دے په سیول د مفاهمت يادښت لاس ليك كړو۔ چیف جسټس یحییٰ آفریدی دا مهال د كوريا په سركاري دوره دې۔ د مفاهمت يادښت له مخې د دواړو هېوادونو د اعلی عدالتونو ترمينځه د پلاويو تبادلې ، د ججانو او عدالتي عملې د پېشه ورانه تربيې ، ګډ تحقيق ، عدالتی تعلیم او د اداره جاتي تجربو تبادلې ته وده وركولې شي۔ د دورې په مهال چیف جسټس یحییٰ آفریدی د جمهوريه كوريا د نېشنل کورټ اېډمنسټرېشن وزیر جسټس نو ګیونګ پِل سره هم ملاقت وكړو په كوم كښې چې په عدالتي انتظامي چارو ، ادارہ جاتی نظم و نسق او د انصاف په رسنه كښې د عصري ټېكنالوجۍ په كارولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ چیف جسټس د کوریا د سپریم کورټ آئی ټی سېنټر دوره هم وكړه چرته چې هغه د ډیجیټل عدالتی نظام، عدالتی انتظام او د ټېكنالوجۍ د لارې عدالتی خدمات كښی د كوريا پېشرفت په اړه خبر كړې شو ليکنه چليدنه پاكستان كښې د سعودي سفير ډاكټر راجح بن طامي البقمي د ډائنو وېلي اسلام آباد دوره امریکا كښې ميوه شخصي الوتكه رانسكوره شوه ، 9 كسان مړه