اکوړہ خټک (نوښار)۔(مانند نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د وزيراعظم په هدايت د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك دوره وكړه۔ اطلاعاتو او د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر اختیار ولی خان او د صوبائي اسمبلۍ غړې جلال خان هم وفاقي وزير سره و۔ دارالعلوم حقانیه اکوړہ خټک ته په رارسېدو د ملي پېغام امن كمېټۍ غړو ٬ د دار العلوم حقانيه نائب مهتمم مولانا راشد الحق حقاني ٬ د جمعيت علماﺀ اسلام (س) امیر مولانا عبدالحق ثانی، مولانا سید اېم یوسف شاہ او نورو اكابرينو د وفاقي وزير هركلې وكړو۔ په دې موقع د قومي پېغام امن كمېټۍ غړي او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكي علماﺀ كرام هم موجود وو۔ د قومي پېغام امن كمېټۍ غړو او علماﺀ كرامو سره ملاقاتو كښې د امن په بحالۍ او مذهبي همغږۍ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې هېواد كښې امن او ثبات ته په وده وركولو او د ترهګرۍ خلاف د ملي يوالې په حاجت خبرې وشوې۔ وفاقی وزیر ووئيل د سولې، روادارۍ او ملي یووالي پېغام ته وده وركول د وخت اهم حاجت دے۔ ده ووئيل قومي پېغام امن كمېټي د امن بحالۍ ٬ مذهبي همغږۍ او د ترهګرۍ خلاف قومي بيانيه مضبوطولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ عطاء تارړ ووئيل د اطلاعاتو وزارت د قومي امن كمېټۍ د لارې د امن او استحكام پېغام اولس ته رسوي۔ په دې موقع وفاقي وزير او د قومی پېغام امن کمېټۍ غړو د دارالعلوم حقانيه بېلو برخو دوره وكړه چرته چې هغه د دارالعلوم د مهتمم لخوا تعليمي او ديني خذمات په اړه خبر كړې شو۔ وفاقی وزیر د دارالعلوم دننه د تاريخي جومات جامع مسجد عبد الحق دوره هم وكړه۔ په دې موقع علماﺀ كرامو د قومي پېغام امن كمېټۍ پلېټ فارم څخه د امن بحالۍ او ملي يووالي عزم پخلي كولو سره امن ته وده وركولو او ترهګري ختمولو له په اجتماعي هڅو زور راوړو۔ وفاقی وزیر او د قومی پېغام امن کمېټۍ غړو شېخ الحدیث مولانا ادریس ترنګزئی، مولانا حامد الحق حقانی او مولانا سمیع الحق شهید لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ ليکنه چليدنه نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته لاړ