کیلې فورنیا۔ 02 نومبر(مانند میڈیا)امریکا كښې  يوه شخصي جیټ  الوتكه د  فلوریډا  په استوكڼې سيمه   راپرېوتې ده چې پكښې ناست  ټول 9  كسان مړه شول  ۔  د امریکې د ټرانسپورټ وزير  تر مخه دا پیښه     کریسټ هیون سره نزدې رامخې ته شوې  كومه چې د  امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د شخصی کلب مار اے لاګو  نه  نزدې 14 کلومیټره لرې ده ۔۔ د امریکې فیډرل ایوي ایشن ایډمنسټریشن (ایف اے اے) يو   بیان  كښې ووئېل  الوتكې د  آسټن ټیکساس  نه الوت كړے ؤ  او  بهاماس ته روانه وه۔  د امریکې د ابلاغ ذرائعو  رپورټس او  د پرواز  تجزبې څخه  ظاهرېږي  چې د پېښې نه وړاندې  الوتكه د سوونو  فټ د سیکنډ په سر  رفتار  څخه لاندې  راغورځېدله ۔دا واضحه نه شوه  چې د پیښې په وخت   په الوتكه كښې څوك ناست وو ۔ د ټرانسپورټ وزير شان ډفي دا يوه   لويه پیښه ګرځولو  سره ووئېل د ایف اے اے   يوه ډله   د پیښې ځائے ته رسي  چې د نیشنل ټرانسپورټیشن سیفټي بورډ  سره د پیښې پلټنو له مرسته وكړي ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *