اسلام آباد۔(مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه دي ٬ حكومت د دوئي په خپلو پښو اودرولو ٬ د دوئي صلاحيتونه كارولو او دوئي ته د روزګار موقعې وركولو عزم لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې د وزیراعظم یوتھ بزنس لون اسکیم او وزیراعظم یوتھ اېګریکلچر لون اسکیم لاندې ځوانانو له د قرضونو وركولو او په اسكيمونو د عملدرآمد جاج اغستلو له غونډه وشوه۔ وزیراعظم د یوتھ بزنس او اېګریکلچر لون سکیمونو لاندې د ذاتي پورونو حد 75 لکه څخه زياتولو سره 2 نيم كروړه كړو كوم به چې په آسانو قسطونو وركولې شي۔ د روان كال په مهال دې سكيمونو لپاره په مجموعي توګه 292 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې مؤثر انتظامات باوري كولو له د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب او هغه د ډلې هڅې وستائلې۔ په غونډه كښې د ځوانانو په خپلو پښو اودرلو٬ د كاروبار موقعې وركولو او په زرعي څانګه كښې د هغوي شموليت زياتولو له په بېلو اقداماتو غور وكړې شو۔ وزيراعظم لارښوونه وكړه چې د پورونو وركولو په پروګرام كشې دې د مېرمنو لپاره 30 فيصده پورونه بېل كړې شي۔ وزيراعظم ځوانانو لپاره د قرض اخستلو عمر 21 كاله څخه كمولو سره د دې د 18 كالو كولو هدايت وكړو دغسې چې هغه په كم عمر كښې كاروبار پېل كړې شي۔ په غونډه كښې بريفنګ وركړې شو چې جنوري 2023 څخه تر دې دمه 581341 ځوانانو ته قرضه وركړې شوه۔ بريفنګ كښې ووئيل شوو چې په دې مهال د 313.9 بلین قرضې وركړې شوي دي۔ او د كال 2026-27 په مهال 266700 ځوانانو ته د 292 بلین قرضې وركولو تخمينه ده۔ په غونډه كښی وفاقي وزير اورنګزیب، خاص مرستيال رانا مشهود احمد خان او د وزيراعظم د سياسي چارو مرستيال طلحه بركي ګډون وكړو۔ ليکنه چليدنه د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هندو ټولنې له د ديوالي اختر مباركي