اسلام آباد۔8نومبر(مانند نیوز) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې دېوالي د خوشحالۍ ٬ رڼا او امن پېغام دې ٬ پاكستان د بېلو مذهبونو ٬ تهذيبونو او كلتورونه يوه ښكلې ګلدسته ده ٬ په پاكستان كښې ژوند كونكي ټول وګړي يو برابر حقونه لري۔ د قومي اسمبلۍ ډائرېکټورېټ جنرل ميډيا لخوا په جاري شوي بيان كښې سپيكر هندو ټولنې سره تعلق لرونكو پارليماني غړو او هندو ورورولۍ له د دېوالي مباركي وركولو سره ووئيل چې د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي۔ د هېواد په تعمير ٬ پرمختګ او سوكالۍ كښې د هندو ورورولۍ كردار د ستائنې وړ او د پارليمان په قانون سازۍ كښې د هندو غړو كردار خوشبين دې۔ سپيكر ووئيل پارليمان به د اقليتونو د حقونو ساتنې له خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل دېوالي د امن ٬ مينې او بېن المذاهب همغږۍ پیغام دې۔ ليکنه چليدنه اسلام آباد، د مستحقنيو معاونت او په انساني پرمختګ كښې سرمايه كاري ده: سينيټر روبينه خالد د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هندو ټولنې له د ديوالي اختر مباركي