پېښور 23 ستمبر (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت د هېواد پرمختګ او اولس په خوشحالۍ پوخ باور لري٬ د پي ټي آئي حكومت خېبرپښتونخوا ته د تباهۍ او بربادۍ نه زيات هېڅ نه دي وركړي، د خېبر پښتونخوا حکومت په اسلام آباد ورختل غواړي٬ صوبائي حكومت دې د صوبې حالت ته پام وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پېښور په يونيورسټي ټاؤن كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي جلال خان د دفتر پرانستې په موقع كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل زه په لويه شمېره د اولس د هركلي مننه كوم٬ دلته په موجودګۍ خوشحاله يم٬ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د غېرتي او زړه ورو خلقو خاوره ده٬ پاكستان لپاره د دوي بلها قربانۍ دي۔ ده ووئيل د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف په يو شمېر پرمختيائي منصوبو بشپړولو خېبر پښتونخوا ته عزت وركړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف صوبه د خوشحالۍ په لور بوتللو لپاره ډېر ستړې كوي۔ د حکومت د تعليمي اقداماتو حواله وركولو سره وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل په صوبه كښې دانش سکولونه جوړېږي٬ د صوبې اولس د پاکستان مسلم ليګ (ن) په ټکټ صوبائي اسمبلۍ له د ښو غړو انتخاب كړے دے٬ ده په صوبه كښې د دوي د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل تحريک انصاف د جلال خان جلال څخه ېرېږي٬ په پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) تنقيد كولو سره وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل د پي ټي آئي سياسي بيانيه په سوشل ميډيا په دروغو او چل ول ادانه ده۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حکومت خېبر پښتونخوا ته تباهي او د بربادۍ نه زيات هېڅ نه دي وركړې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت په اسلام آباد راختل غواړي٬ صوبه كښې ئې اور لګېدلے او دوي لاهور ته رسېدلي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت دې د صوبې حالت ته پام وكړي۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل كله چې به د صوبې اولس پاکستان مسلم ليګ(ن) ته د حكومت موقع وركړي نو ګوند به صوبه د تېز رفتاره ترقۍ په لار روانولو لپاره كار كوي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم ليګ(ن) كله هم داسې منفي سياست نه دے كړے لكه څنګه چې پي ټي آئي كوي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم ليګ(ن) تل د سختو حالات سره مخ شوے او د چېلنجز په مقابله كولو سره هېواد د بحرانونو نه بهر كوي ۔ وفاقي وزير د پي ټي آئي د بيا بيا يو ټرن په اغستو هم تنقيد كولو سره ووئيل كله چې هم دا ګوند لويه ادعا كوي نو بيا وروستو د خُپل موقف نه په شا كېږي او په سخته كښې اولس يوازې پرېږدي۔ ده ووئيل چ ان شاء اللہ يو ورځ به داسې راشي كله چې به په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي نوم و نشان پاتې نشي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس پاکستان مسلم ليګ(ن) څخه ډېر اميدونه لري ځكه چې هم دا يوازنے ګوند دے كوم چې هېواد د موجودہ چيلنجز نه بهر كولې شي او د اولس مسئلې حل كولې شي ليکنه چليدنه د روسيه خارجه وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره امریکې ته ورسېد