اسلام آباد۔(مانند نیوز) پاکستان په رياض كښې د سعودي آرامكو په انتظامي ودانۍ د حوثيانو لخوا د بريد هڅه په سختو ټكو غندلو سره سعودي عربستان سره د بشپړ يووالي څرګندونه كړې او ددې سلامتيا ٬ خپلواكۍ او د سيمه ييز سالميت تحفظ له يۍ د ټولو ضروري اقدامات ملاتړ تكرار كړې دې۔ د خارجه دفتر وياند خپل بيان كښې وئيلي دي چې د پاك پروردګار فضل دې په پېښه كښی كوم ځاني زيان نه دې رامخې ته شوې٬ شهری تنصیبات په نخښه كول د بشري ځانونو او سيمه ايزې سلامتيا حوالې سره يو غېر مسوولانه رويه او د سنګينې بې پرواهۍ مظهر دې۔ پاكستان حوثيانو څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي دې د سعودي عربستان خلاف ټول بريدونه فوري او په غېر مشروط ډول بند كړي۔ په بيان كښې د سعودي چارواكو د استعداد او د جواز نه لرونكي جارحيت ځواب كولو صلاحيت ستائلو سره وئيلي دي پاکستان سعودی عربستان او سعودي اولس سره يو برابر ولاړ دې او د مملکت سعودی عرب سلامتيا، خودمختارۍ او د سيمه اييز سالميت تحفظ له د ضروري اقدامات بشپړ ملاتړ كوي۔ د سعودی عرب سلامتيا پاكستان لپاره غېر معمولي اهميت لري او د سعودي ورونړو خوېندو تحفظ او خېر ښیګړې له د پاكستان عزم نه كمزورې كېدونكې دې۔ ليکنه چليدنه حكومت ځوانان په خپلو پښو اودرولو او هغوي ته د روزګار موقعې وركولو عزم لري: شهباز شريف