اسلام آباد۔(مانند نیوز) د ایتھوپیا سفیر ډاکټرعمر حسین اوبا د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د اولنۍ ایتھوپین  کافی کېفے پرانسته وكړه كومه چې د پاكستان او ایتھوپیا  مخ په زياتېدونكې دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم پېشرفت دے۔ له پرانستې وروستو د روايتي اېتھوپین کافی  دستوره وشوه په كومه كښې چې  اېتھوپین  کمیونټی، د سفارتخانې عملې او ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ ميډيا سره خبرو كښې ایتھوپین سفیر ووئيل د كېفے پرانسته په پاكستان كښې د ایتھوپین کافی د تعارف علامت دے او دا په پېنډۍ اسلام آباد كښی اولنۍ اېتھوپين كېفے ده۔ ایتھوپیا ته د انسانيت د پېدائش او د عربيكا كافي خاورې له امله په ځائې لېنډ آف اورېجنز وئيلي شي۔ ده ووئيل د كېفے ملكيت يوې ایتھوپین -پاکستانۍ جوړې سره كېدل هم دا اقدام لا پياوړې كوي۔ د کېفے نامه “حبیشه” اېښودلې شوې كوم چې د ايتھوبيا تاريخي نوم دے۔ مسلمانانو لپاره دا نامه زياته مهمه ده ولې جې حضرت بلال او نجاشي باچا حبشې سره تعلق لرلو۔ د کېفے مالک نعیم هاشمی ووئيل دا كېفے به يوازې د كافي وړاندې كولو لپاره نه وي بلكې د پاكستان او ايتھوپيا ترمينځه كلتوري او اولسي تړون د ودې وركولو سبب وګرځي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *