بشکيك (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبکستان صدر شوکت مرزيايوف صنعت، زراعت، ميډيسن پروډكشن، ټيکسټائل، کان کني، ډيجيټل ټيکنالوجي، تعليم، كلتور، دفاع او د سلامتيا په څانګو كښې د مرستې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه كړې او وزيراعظم ازبکستان سره ستراتېژك همكاري لا مستحكمولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو  غوره سياسي اړيكې به اولس لپاره په كوټلې معاشي ګټه بدلولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف په بشکيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو كونسل غونډې په موقع د ازبکستان صدر شوکت مرزيايوف سره ولويدل۔ وزيراعظم صدر شوکت مرزيايوف او د ازبکستان اولس له د آزادۍ په 35مه سالګره مباركي هم وركړه۔ وزيراعظم په فروري 2026ء كښې د صدر مرزيايوف د پاکستان دورې ذکر كولو سره ووئيل  دغې دورې او د لوړې كچې د ستراتېژكي مرستې كونسل وړومبۍ غونډې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ستراتيژكي همكارۍ ته نوے رفتار وركړے دے۔ سيمه ايزې رابطې  مشتركه ستراتيژك ترجيح ګرځولو سره وزيراعظم د ازبکستان، افغانستان، پاکستان رېلوے منصوبې په اهميت رڼا واچوله كومه چې مېنځنۍ او سوئيلي آسيا يو بل سره تړلو او ازبکستان ته د پاكستان تر بندرځايونو رسنې وركولو كښې كليدي كردار لوبولې شي۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم کونسل آف هيډز آف سټيټ په راتلونكي كښې د پاکستان صدارت لپاره د ازبکستان د ملاتړ ستائنه وكړه او  سيمه ايزې سلامتيا، رابطو، تجارت او تل پاتې پرمختګ لپاره ئې ازبکستان سره د نزدې مرستې روانې ساتلو د خواهش څرګندونه وكړه٬ ده د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) او په نورو ګڼ اړخيزه فورمز كښې هم د مسلسل مرستې په اهميت زور راوړو۔ وزيراعظم ازبکستان سره سټريټجک شراکت داري لا مستحكمولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل  د دواړو هېوادونو ښه سياسي اړيكې به اولس لپاره په كوټلې معاشي ګټو بدلولې شي۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران جام کمال خان، عبدالعليم خان او عطاء الله تارړ هم موجود وٶ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *