اسلام آباد۔28 نومبر(مانند میڈیا) آئرلېنډ لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير آفاق احمد نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې او آئرلېنډ كښې د مېشته پاكستانۍ ټولنې خېر ښېګړې ته د ترجيح وركولو هدايت وكړو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير د تجارت، سرمایه کارۍ، تعلیم او د اولس ترمينځه د تبادلو په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو هدايت كولو سره سره آئرلېنډ كښی د مېشته پاكستانۍ ټولنې خېر ښېګړې ته د ترجيح وركولو په حاجت زور هم راوړو۔ نائب وزیر اعظم په خارجه وزارت كښې د آفاق احمد خذمات ستائلو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د هغه تجربه به د پاكستان او آئرلېنډ اړيكې لا مستحكمولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده نوې ذمه وارو كښې هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ليکنه چليدنه صدر مملکت آصف علي زرداري پخواني وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن سره وليدل