اسلام آباد۔ (مانند نیوز) ۔د پاکستان او جمهوریہ قبرص ترمنځ وړومبۍ دوه اړخیزه سیاسي مشاورتي غونډې په 26 نومبر اسلام آباد كښې وشوه۔ دواړو اړخونو د سیاسي، اقتصادي، کلتوري، تعلیمي او قونصلر څانګو کښې د همکارۍ پشمول د دوه اړخیزو اړیکو جاج واخیستو.د خارجه دفتر د ویاند لخوا د جاري شوي بیان ترمخه، د پاکستاني پلاوي مشري ډائریکټر جنرل (منځني ختیځ) سفیر اېم حسن وزیر او د قبرص د پلاوي مشري پولیټیکل ډائریکټر سفیرې تھیسالیا سلینا شمبوس وکړه۔ فریقینو د سیاسي، اقتصادي، کلتوري، تعلیمي او قونصلر څانګو کښې د مرستې پشمول د خپلمنځي اړیکو جاج واخیستو. دې نه علاوه د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخیزه فورمونو د شریکې همکارۍ په چارو هم خبرې اترې وشوې. دواړو پلاوو د شریکې دلچسپۍ په سیمه ییزو او نړیوالو چارو د خپلو نظرونو تبادله وکړه۔ د قبرص پلاوي په سیمه کښې د امن د ودې دپاره د پاکستان سفارتي هڅې وستایلې.دواړو هېوادونو خپلمنځې رضامندۍ سره په یوه مناسبه نېټه د مشاورتي غونډې د بل پړاو په کولو اتفاق وکړو.(اے پي پي وا ٢١٤٥) ليکنه چليدنه نائب وزيراعظم، خارجه وزير اسحاق ډار سره آئرلېنډ لپاره د پاكستان سفير آفاق احمد ملاقات