اسلام آباد – (مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري د فتح ورځې په مناسبت خپل ترك همڅنګ او اولس له مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د پاکستان او ترکیه د ګډ تاریخ، ایمان او متقابلې همکارۍ په بنسټ ژورې او تلپاتې اړیکې لري۔ هغه ووئيل د 30 اګست 1922 فتح د تركيې د تاريخ يو مهم باب دے۔ صدر مملكت ددې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځه نزدې او د ورورولۍ اړيكې به له وده ومومي ۔ صدر مملكت د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او ترک ولس لپاره د تلپاتې سولې، سوکالۍ او بریا دعا وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *