اسلام آباد۔(مانند نیوز)د دیامر بھاشا دیم پراجیکټ ایریا كښې ترقیاتي سکیمونو لپاره د واپډا د اړخه ضلعي انتظامیه ته 97 کروړه 25 لاکه روپۍ جاري کړې شوي ، د پرمختيائي سكيمونو مقصد پراجیکټ ایریا كښې معاشي و معاشرتي پرمختګ او د ځائي خلقو د ژوند معيار ښه كول دي ۔ د واپډا وياند تر مخه پراجیکټ ایریا كښې د ځايي خلقو ښیګړې لپاره د باور جوړولو اقدامات لاندې په مجموعي توګه 78 اربه 50 کروړه روپۍ مصرف كېږي ، د باور جوړولو روانو اقداماتو په لړ كښې واپډِا د دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ ایریا كښې په مهمو ترقیاتي سکیمونو عملدرآمد لپاره 97 کروړه 25 لاکھه روپۍ جاري کړې ۔ د فنډز اجراء دستوره د کمشنر دیامر استور ډویژن په دفتر كښې وشوه ۔دستوره كښې کمشنر دیامر استور ډویژن، جنرل منیجر/پراجیکټ ډائریکټر دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ، چیف انجینئر کنسټرکش ورکس، ډائریکټر جنرل سوشل سیف ګارډز، ډپټي کمشنر دیامر، د ډیم د علماء کمیټۍ غړو او مقامي مشران شریک وو ۔ ۔دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ باندې د باور جوړولو اقدامات تر مخه واپډا د ځايي خلقو خېر یښګړې له بنیادي انفراسټرکچر، تعلیم، صحت او د اولسي ګټې په ترقیاتي سکیمونو 78 اربه 50 کروړه روپۍ خرچ کوي ۔ کیډټ کالج چلاس او آرمي پبلک سکول تھور نه علاوہ د تھک او د تھور پن بجلي ګھرې تر اوسه په بشپړېدونكو منصوبو كښې تر ټولو مهمې منصوبې دي ۔ ليکنه چليدنه د وزيراعظم په هدايت په اېن ډي اېم اے كښې د اېمرجنسي رسپانس كمېټۍ 13 مه غونډه، د مون سون صورتحال او بېړني چمتوالي جاج واغستے شو د پاکستان 79مي آزادۍ ورځ په موقع وفاقي پايه تخت كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21،21 توپو سلامي