اسلام آباد۔ (مانند نیوز) د وزیراعظم په هدایت نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) كښې د اېمرجسني رسپانس كمېټۍ 13 مه غونډه وشوه۔ د غونډې مشري د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د وېډيو لنك د لارې وكړو۔ په غونډه كښې په ګرد هېواد كښې د مون سون موجوده صورتحال ، په دريابونو كښې د اوبو بهير ٬ ډېمونو كښې د اوبو صورتحال ، موسمی پېشګويۍ ، ممکنه خطرو، بېړني چمتوالي او د بېلو ادار ترمينځه كوټلي رسپانس له د اقدتماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬د اېن ډي اېم چيئرمېن ، د صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټيز (پي ډي اېم ايز) ٬ موسمياتو محكمې او اړوندو صوبائي ادارو استازو ګډون وكړو۔ صوبائي چارواكو غونډې ته خپلو سيمو كښې د ریسکیو وسائلو شتون ، بېړنۍ زېرمو ٬ د ممكنه ځپلې كېدونكې آبادۍ انخلا منصوبو ٬ ضلعي انتظاميې سره د رابطه كارۍ او نورو اړوندو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ غونډه كښې ګډون كونكو ته د مواصلاتي نظام فعال ساتلو ٬ د اړوندو ادارو ترمينځه د كوټلې رابطې باوري كولو او بېړني صورتحال كښې فوري رد عمل لپاره د ټولو رسپانس ادارو په بشپړه توګه د چمتو پاتې كېدو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د مون سون د صورتحال په پرله پسې نګرانۍ اود اړوندو ادارو ترمينځه د نزدې رابطې په ځائې ساتلو اتفاق وكړے ش

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *