پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کندډي وئيلي دي صوبه كښې سوله ثبات ته مونږ ورومبۍ پاك لرنه كوو٬ چې امن وي نو د ترقۍ او خوشحالۍ لاره به هواره شي ٬ د ضم شوو ضلعو ځوانان زمونږ قېمتي سرمايه او سباٶن دے ٬ دوي له د امن سفيران جوړېدو سره د خپلو سيمو پرمختګ كښې بشپړ كردار لوبول پكار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې په ځوانانو كښې د برداشت، استقامت او په تشدد اډانه د انتها پسندۍ مخ نيوي په موضوع د دوه ورځني سېمينار پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د ورکشاپ اهتمام د خېبرپښتونخوا سینټر آف ایکسي لینس فار کاٶنټرنګ وائیلنټ ایکسټریم ازم د اړوند ادارو سره په همكارۍ كړے ٶ۔ په دې موقع د مشاورتي کونسل غړو او د اړوند ادارو چارواكي هم موجود وو۔ ګورنر ووئيل د ضم شوو ضلعو اولس امن لپاره بلها قربانۍ وركړې دي او پوليس او امنيتي ځواكونو هم لازواله قربانۍ وركړې دي٬ په صوبه كښې امن او پرمختګ لپاره به ټولو طبقو له مشتركه كردار لوبول وي او امن او د پرمختګ عمل كښې د ځوانانو كردار ډېر د اهميت وړ دے۔ ده ووئيل د ضم شوو ضلعو په قامي چوكاټ كښې راوستل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده٬ د وزیراعظم مننه كوٶ چې ضم شوو ضلعو لپاره يې 160 اربه روپۍ پرمختياېي پېكج وركړو ٬ ځوانانو ته به تعليم سره سره فني تربيه او مهارتونه هم وركولې شي ٬ سباون د ځوانانو دے او بايد دوې د شته وسائلو څخه بشپړه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل ځوانانو ته تعلیم، صحت، سپورټس او د روزګار ښې موقعې وركول زمونږ ذمه واري ده۔ ليکنه چليدنه پاکستان د نړيوالې سرمايه كارۍ ودې او د سرمايه كارۍ نوو موقعو راپېدا كولو لپاره هڅې كوي۔ قيصر احمد شيخ آئي بي سي سي جديد ډيجيټل قطار مينجمنټ سسټم معارفي كړو