لاهور 10 نومبر (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوپ-31 مشرانو په كنفرنس كښې ګډون لپاره تركيه ته روان شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به نن د 10 نه تر 12 نومبر د ترکيه د انطاليه ښار دوره كوي چرته چې به دوي د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون لپاره د فرېم ورك ( يو اېن اېف سي سي) له مخې د  کوپ-31 کنفرنس نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښوده سينيټر شيري رحمان، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم به په 11 نومبر د نړيوالو مشرانو غونډې ته وېنا كوي چې پكښې به دوي په نړيوالو مشرانو زور راوړي چې  زمكه د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات نه خوندي ساتلو لپاره كوټلې اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم به خپلې وېنا كښې د پاكستان لخوا په تندۍ سره د نمر توان ودې او د تجديد وړ توان استعداد زياتولو  او د نيټ اېنډ كلين انرژۍ پلو منتقلۍ لپاره په شوو اقداماتو رڼا اچوي۔ وزيراعظم به پرمختګ كوٶنكي هېوادونه د موسماتي بدلون اثرات مقابلې له د صلاحيت زياتولو او تل پاتې پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د پيش ګوئي وړ، مناسب او په آسانۍ سره د رسنې وړ موسمياتي مالي معاونت په وركولو هم زور راوړي۔ د دورې په مهال د وزيراعظم به غونډه كښې  ګډون كوٶنكو د نړۍ نورو يو شمېر مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي ٬ په دې دوه اړخيزه ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه اريكو٬ د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په بېلو څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه كولي شي۔ د کوپ-31 د نړيوالو مشرانو غونډه كښې د وزيراعظم ګډون د موسمياتي بدلون نړيوالې تګلارې لپاره د پاكستان د بشپړ ملاتړ څرګندونه ده٬ دا دوره به نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ سره د نزدې مرستې د عزم د پخلي مهمه موقع رامخئ ته كړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *