جنيوا (مانند نیوز) د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي پاکستان د نړيوالې سرمايه كارۍ ودې او د سرمايه كارۍ نوو موقعو راپېدا كولو لپاره هڅې كوي۔ ده دا خبرې په جنيوا كښې د نړيوالې سرمايه كارۍ 30م کنفرنس په موقع كړې٬ د کنفرنس تابيا ورلډ ايسوسي ايشن آف انويسټمنټ پروموشن ايجنسيز كوي۔ د كنفرنس په مهال به وفاقي وزير په وزارتي ګول ميز غونډه كښې ګډون كوي او نړيوالو حكومتي كاروباري مشرانو سره به ملاقاتونه هم كوي٬ د دې هلو ځلو مقصد په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كول٬ نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ استعداد ځانګړے كول او د نړيوالو سرمايه كارو په اړه همكاري لا مستحكمولو له مرسته كول دي۔ ليکنه چليدنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوپ-31 مشرانو كنفرنس كښې ګډون لپاره تركيه ته لاړو