اسلام آباد 11 نومبر (ماننند میڈیا) انټر بورډز کوآرډينيشن کميشن (آئي بي سي سي) د اولس اسانۍ، سپېځلتيا او د ډيجيټل اصلاحات په لړ كښې مهم پېشرفت كولو سره جديد ډيجيټل قطار مينجمنټ سسټم معارفي كړے دے٬ د دې نظام پرانسته د تعليم وزارت اېډيشنل سيکرټري حسن ثقلين ايګزيکټو ډائريکټر آئي بي سي سي ډاکټر غلام علي ملاح سره په آئي بي سي سي سيکرټريټ اسلام آباد كښې كړې٬ دا نظام د تعليم وفاقي سيکرټري نديم محبوب په خاص هدايات معارفي كړے شوے چې له مخې به ئې د آئي بي سي سي په شپږو واړو مرکزونو كښې د اولس خدمات لا آسانولو، تندولو او سپېځلے كولې شي٬ د نوي نظام د لارې به ډيجيټل ټوکن، د کيو آر کوډ ذريعې څخه د نمبر معلومات، د متوقع انتظار وخت نه خبرتيا، اېس اېم اېس او د واټس ايپ اطلاعات پشمول سپين ګېرو او خاص كسانو لپاره ترجيحي سهولتونه وركولې شي۔ په دې موقع ډاکټر غلام علي ملاح ووئيل آئي بي سي سي په تندۍ سره داسې نظام پلو روان دے چې له مخې ئې زده كوٶنكو او وګړو له خدمات ترلاسه كولو لپاره دفترو غېر ضروري چكر لګولو ضرورت پاتې نشي۔ ده ووئيل آئي بي سي سي وګړو لپاره زياتو اسانيو وركونكې اداره جوړول او خدمات ډيجيټل كول د تعليم وزارت په مهم ترجيحاتو كښې شامل دي، كوم چې د وزيراعظم ډيجيټل پاکستان وژن عملي تعبير دے۔ ده ووئيل جديد قطار مينجمنټ سسټم څخه به په لږ وخت، په سهولت كښې زياتوالے او د خدمات رسنه كښې سپېځلتيا باوري كولو له مرسته تر لاسه شي۔ ليکنه چليدنه صوبه كښې سوله ثبات ته مونږ ورومبۍ پام لرنه كوو۔ ګورنر فېصل كريم كنډي