اسلام آباد۔11 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په مختلف هائي كورټس كښې د ایډیشنل قاضيانو د تقررۍ او د ځينو نورو ایډیشنل قاضيانو د توثيق منظوري وركړه۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت لاهور هائی کورټ، سندھ هائي كورټ ، پېښور هائی کورټ، اسلام آباد هائی کورټ او بلوچستان هائی کورټ كښې د ایډیشنل قاضيانو د تقررۍ منظوري وركړه۔ صدرِ مملکت د سندھ هائی کورټ او لاهور هائی کورټ ځينو اېډيشنل قاضيانو د مستقل قاضيانو په توګه د توثيق منظوري هم وركړه۔ ده د سپریم کورټ د قاضيانو تنخاګانې ، الاؤنسز او پنشن د وفاقی آئینی عدالت د قاضيانو او د هائيكورټ د قاضيانو رخصت ٬ پنشن او مراعاتو سره اړوند د كال 1997 په حکم كښې د بدلونونو منظوري وركړه۔ صدر مملكت د هارون اختر د وزيراعظم د صنعت او پېداوار سلاكار په توګه د تقررۍ منظوري هم وركړه۔ ليکنه چليدنه د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني خبرې د وزيراعظم په هدايت په اېن ډي اېم اے كښې د اېمرجنسي رسپانس كمېټۍ 13 مه غونډه، د مون سون صورتحال او بېړني چمتوالي جاج واغستے شو