پېنډۍ ۔14نومبر (مانند نیوز) د خېبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان په ميرعلي او نورو پېوستو سيمو كښې په انټېلي جنس بېسډ كارروائيو كښې 16 ترهګر وژل شوي دي۔ په وژل شوو كښې دوه افغان وګړي هم شامل وو۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سختو ډزو تبادلې څخه وروستو د 12 ساعتونو په مهال په علي خېل كښې 12 خارجي ترهګر په كومو كښې چې دوه افغان وګړي هم شامل دي ووژل شول۔ دغسې په ميرعلي او دته خیل كښې 2، 2 خارجيان لمنځه يوړلې شول۔ د دې نښتو په مهال دوه مېړنو فرزندانو حوالدار عصمت علی (عمر 43 كاله ، صوابۍ) او نائیک آفتاب علی (عمر 32 كاله ، مردان) د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د وژل شوو ترهګرو قبضې څخه وسله او ګوله بارود برآمد كړې شوي۔ هندي ملاتړ لرونكي دا ترهګر د وګړو د وژنې په شمول په يو شمېر ترهګرو كارروائيو كښې ككړ پاتې شوې وو۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په دې سيمو كښې پټ پاتې كېدونكي خوارج ختمولو له ’سېنیټائزېشن آپرېشنز‘ به روان ساتلې شي۔ آئی اېس پی آر وئيلي چې دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا پياوړې كوي۔(اے پي پي وا ١٦٥٢) ليکنه چليدنه آئي بي سي سي جديد ډيجيټل قطار مينجمنټ سسټم معارفي كړو خارجه وزير اسحاق ډار سره تركمانستان لباره د پاكستان سفيرې ډاكټر فريال لغاري ملاقات