اسلام آباد۔14نومبر(مانند نیوز) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره تركمانستان لپاره د پاكستان سفيرې ډاكټر فريال لغاري د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم د تجارت، توان او سيمه ييزو رابطو په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو اهميت په ډاګه كړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم ترکمانستان سره اړيكو ته د پاكستان لخوا په وركړې كېدونكي اهميت زور راوړو او د  پاکستان۔ترکمانستان د ګډ بېن الحکومتی کمېشن رارونه غونډه يۍ دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو يوه مهمه موقع وګرځوله۔ نائب وزیراعظم د پاکستان او ترکمانستان اړيكې لا مستحكمولو له د سفيرې د پرله پسې هڅو ستائنه وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *