اسلام آباد۔(مانند نیوز)د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د كال 2026 د پوليو مخنيوي اولنے قامي كمپائن په كاميابۍ سره ترسره شوے چې په مهال يۍ په ګرد هېواد كښې 4 كروړه 43 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركړې شوي ۔ د اېن اي او سي لخوا په جاري شوي بيان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن كاميابۍ سره په ترسره كېدو كښې په مرسته كولو د ټولو همكارانو مننه وكړې شوه۔ د شمېرو له مخې په پنجاب كښې 2 کروړه 29 لكه ٬ سندھ كښې 1 كروړ 5 لكه ٬ خېبر پښتونخوا كښې 71 لکه 30 زره ٬ بلوچستان كښی 23 لکه 63 زر او وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې 4 لکه 55 زره څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو څاڅكي وركړے شول۔ دغسې په ګلګت بلتستان كښی نزدې 2 لکه 61 زره او آزاد جمو وكشمير كښې 6 لکه 73 زره څخه زياتو كوچنيانو ته څاڅكي وركړے شول۔ د اېن اي او سي له مخې د كال 2026 د پوليو مخنيوي اولنے كمپائن په پاكستان او افغانستان كښې په يو وخت وكړے شو كوم چې په منطقه كښې د پوليو ختمولو پلو يو مهم ګام دے ليکنه چليدنه ورلډ بنک مشرې د پاکستان پراختیایي پروګرام لپاره ملیارد ډالرو اعاده کړي د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بلنه د انډونيشيا د سرمايه كارۍ وزير اسلام آباد ته راورسيد