اسلام آباد ( مانند نیوز) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په بلنه د انډونيشيا د انوېسټمنټ اېنډ ډاؤن اسټریم انډسټری وزیر او د انډونیشیا د خپلواكه وېلتھ فنډ (دانانتارا) چیف اېګزېکټو آفیسر روسان روزلانی اسلام آباد ته راورسېد۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په هوائي ډګر د ده هركلے د خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل (مشرقی ایشیا و پېسفک) او په پاكستان كښې د انډونیشیا سفیر وكړو۔ د انډونیشیا د سرمايه كارۍ وزير به د پاكستان دورې په مهال نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې پاکستان۔انډونیشیا همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو خبرې كوي۔ ليکنه چليدنه د كال 2026 د پوليو مخنيوي قامي كمپائن كاميابۍ ترسره شو ٬ په ګرد هيواد كښې4 کروړه 43 لکه څخه زياتو كوچنيانو له د پوليو څخه د بچ كولو څاڅكي وركړے شول د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د انفارميشن ګروپ سينئر افسر كاشف زمان په مړينه خواشين اوښودله