اسلام آباد  (مانند نیوز) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي نړيواله ورولي دې جموں و کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي،د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره د پريكړې وړ اقدامات وكړي،پاکستان به په هر فورم د کشميريانو لپاره غږ پورته كوي او د هغوي اخلاقي، سياسي او سفارتي مرسته به روان ساتي۔د شورو په ورځ په 5 فروري د كشمير يووالي ورځ په موقع په پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل هر كال په 5 فروري د پاکستان اولس د کشميريانو سره د يووالي څرګندوني لپاره يو كيږي، مونږ د هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو جائز هلو ځلو لپاره د خپل غير متزلزل مرستې پخلے كوو كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو كښې درج دے۔ده ووئيل د جموں و کشمير شخړه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ شخړو كښې يوه ده او د 1948 راهسې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په ايجنډا موجود ده،دا شخړه د هند د سر زورۍ له امله تر اوسه نه ده حل شوې،هند د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو عمل درآمد او كشميريانو له د هغوي د خپلواكۍ حق وركولو څخه پرله پسې انکار کوي۔ ده ووئېل د هند په غير قانوني قبضه كښې جموں و کشمير كښې ژوند ډير مشكل شوے او كشميريان د ظالمانه هندي نظام ترمخه سختو سره مخ دي۔وفاقي وزير ووئيل د كشميريانو حقيقي نمائندګان نن هم په زنندانونو كښې دي او ګڼ شمير کشميريان سياسي کارکنان په حراست كښې ساتلے شوي، ده ووئېل د رائے څرګندوني په آزادۍ هم بندېز دے دغسې ځائې ميډيا د سرکاري بيانيې په پيروي كولو مجبور کړې شوي،په خاص توګه په 5 اګست 2019 هند غير قانوني او يو اړخيزه اقدامات د لارې د خپلې ناجائزې قبضه قوي كولو هڅه كړې چې مقصد ئې د سيمي آبادياتي ډھانچه بدلول او كشميريان بے اختياره كول وو خو د هند قابض عسكرو د اړخه د كومي هم درجې جبر و تشدد سره د كشميريانو ناقابلِ تسخير عزم مات نه شو او نه ئې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هلي ځلي کمزورې كړې ،پاکستان د هغوي حوصلے ته سلام كوي او د تحريكِ لپاره وركړے شوو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كوي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *