اسلام آباد (مانند نیوز) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راغلي د جمهوريه قازقستان صدر جوماتر توكايووف سره ملاقات او په سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې يۍ همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم پخلې وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم معزز مېلمه ته هركلے ووے او د صدر مملكت ٬ وزيراعظم ٬ حكومت او اولس لخوا يۍ هغه لپاره د خېرسګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده د پاكستان لخوا د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې د زياتېدونكي سياسي تړون ستائنه وكړه۔ نائب وزیراعظم د ملاقات په مهال سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم پخلے وكړو او په منطقه كښې تلپاتي امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره يۍ په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔ ليکنه چليدنه د ایم کیو ایم مرکزي لارښود زاهد ملک د سینئر خبريال او د اے پي پي سي ډائریکټر اردو نیوز سروس عبد الجبار زکریا د زوي معاذ عبداللہ په مړينه د غم رازۍ څرګندونه وكړه نړيواله ورولي دې جموں و کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي،د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره د پريكړې وړ اقدامات وكړي۔انجينئر امير مقام کا پيغام