اسلام آباد(مانند نیوز) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوھدري وئيلي دي د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د تيراه وادۍ آپريشن په اړه بيان د حقائق خلاف دے۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په څير سنګينې قامي مسئلې ته سياسي رنګ وركول زيات غېر مسوؤلانه او د رياستي ګټې په ضد دے۔ ده ووئيل په تيراه كښې روان اقدامات د كوم كس ٬ ګوند يا حكومت په ضد نه بلكې د پاكستان امن ٬ د اولس تحفظ او د ترھګرۍ بشپړه خاتمې له ضروري دي۔ دا انټیلجنس بېسډ آپرېشن د كوم حكومت بدنامولو يا ختمولو له كولې شي٬ يوه خطرناكه سياسي بيانيه ده كومه چې ترهګر عناصر لا قوي كولې شي۔ ده ووئيل كه صوبائي حكومت په وخت مؤثر اقدامات كړي وو نو نن به وفاق سختې پرېكړې نه كولې۔ ده ووئيل د كډې په معامله د وزيراعلی بيانيه هم ګمراه كونكې ده۔ رياست ځپليو له د بحالۍ ٬ مرستې او آسانيو بشپړه منصوبه جوړه كړې ده او صوبائي حكومت پوائنټ سكورنګ كوي ۔ ده ووئيل وزیراعلیٰ دې په رياستي ادارو د تورونو لګولو په ځاے د اولس تحفظ له جدي كردار ترسره كړي۔ ليکنه چليدنه رنځونو څخه حفاظت لپاره پوهاوې زيات ضروري دے٬ بنيادي روغتيائي مركزونه فعاله كوو: وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پي ټي آئې باني په پمز هسپتال كښې د سترګو طبي معائنه وكړې شوه٬ د پي ټي آئي باني بيخي روغ او صحت مند دے٬ عطاﺀ الله تارړ