اسلام آباد (مانند نیوز)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي چې رنځونو څخه حفاظت لپاره پوهاوې زيات ضروري دے٬ د وړو ناروغو درملنو له بنيادي روغتيائي مركزنه فعاله كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډیجیټلائزډ هېلتھ سېنټر دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زما او د وزيراعظم شهباز شريف هڅه ده چې اولس له رنځونو څخه بچ كړؤ۔ د ټېلی مېډیسن د لارې رنځورانانو لپاره آسانۍ برابروو۔ د ټېلی مېډیسن د لارې ډاكټر په كور كښې ناست پاتې كېدو سره د رنځورانو درملنې كولې شي۔ ده ووئيل رنځونو څخه حفاظت او په دې قابو موندلو له پوهاوې زيات ضروري دے۔ څه كارونه به اولس له هم كول وي ٬ حكومت تر دروازې رارسېدې شي خو دروازه پرانستل او كوچني ته وېكسين وركول ستاسو كار دے۔ ده ووئيل په بنيادي روغتيائي مركزونو كښې 13 رنځونو څخه د بچ كولو وېكسين وركولې شي۔ ده ووئيل په كورونا وائرس قابو وموندلے شو۔ كېنسر څخه د بچ كولو وېكسين به په 15 كاله كښې راشي۔ ده ووئيل مونږ له به د رنځونو مخنيوي لپاره غوره انتظامات كول وي٬ دا يو سي ماډل جوړول دي چرته چې هر كوچني ته وېكسين وركړے شي۔ ده ووئيل د بنيادي روغتيائي مركزونو وخت تر ماښام 6 بجو كړے شوے دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې مېرمنو ميډيكل ته زياتې راځي خو جاب نه كوي۔ دا مهال د هېواد 70 فیصده مېرمنې جاب نه كوي ٬ نوې ډاكټران به بھري كولې شي او دا مېرمنې به د ټېلي مېډيس د لارې خذمات ترسره كوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *