اسلام آباد (مانند نیوز) پاکستان وئيلي دي چې افغانستان سره جنګ بندي برقرار نه ده ځكه چې د افغانستان خاوره استعمالولو سره په پاکستان كښې د ترهګر تنظيمونو بريدونه جاري دي ٬ د جنګ بندۍ د مفاهمت مقصد خالصتاً د داسې بريدونو لاره نيول وو۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې د پاکستان افغانستان جنګ بندۍ مطلب روايتي جنګ بندي نه ده كومه چې د يو جنګ يا شخړې د صورتحال نه وروسته نافذ كړې شوې بلكې د دې مقصد دا دے چې افغان حمايت يافته ترهګر پراکسي به په پاکستان كښې د ترهګرۍ يو بريد نه كوي۔ ده ووئيل چې د دې جنګ بندۍ نه وروسته د ترهګرۍ لوے بريدونه شوي دي، دې لپاره په دې صورتحال كښې جنګ بندي برقرار نه ده ځكه چې جنګ بندي د ټي ټي پي، اېف اے کے او د افغان وګړو لخوا د افغانستان خاوره استعمالولو سره د پاکستان په ضد د ترهګرۍ بريدونه بندولو په اړه ده۔ وياند ووئيل دې لپاره كه افغان وګړي بريدونه كوي لكه څنګه چې دوي په اسلام آباد او نورو ځايونو كښې كړې نو مونږ د جنګ بندۍ په اړه نورهيلمند كېدې نشو٬ د افغانستان څخه د هر ډول بريد خطر په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستاني سکيورټي فورسز په بشپړه توګه چمتو دي٬ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې زمونږ پوځي تياري مضبوطه ده، مونږ چې كوم سکيورټي چيلنجز سره مخ يوو د دې به په سنجيدګۍ سره مخه نيولې شي د كومې چې پاكستان اهليت لري۔ وياند د سعودي عرب لخوا د هر ډول ثالثۍ د وړاندېز په اړه ووئيل چې مونږ د كوم داسې كوټلي وړاندېز نه خبر نه يوو خو مونږ د ثالثۍ هركلے كوٶ ۔ دې څخه وړاندې د خارجه وياند به واشنګټن كښې د ډزو پېښې غندنه كولو سره دا يو ناوړه كار وګرځولو۔ ده په تاجكستان كښې د درې چينائي وګړو د وژنې پېښې هم غندنه وكړه او ددې خبرې پخلې يۍ وكړو چې د افغان خاوره بايد ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي ليکنه چليدنه وزيراعظم شهباز شريف د هانګ كانګ په ودانۍ كښې د اوور لګيدو له امله په شوې مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه،د چين صدر او قام سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه د وزيراعظم شهباز شریف په اندونیزیا، مالیزیا او تھائي لینډ کښې د طوفان له امله د قیمتي ځانونو او املاك په زیان د افسوس څرګندونه