اسلام آباد- (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شریف د اندونیزیا، مالیزیا او تھائي لېنډ په مختلفو برخو کښې د طوفان له امله د قیمتي ځانونو او املاك په زیان خواشیني څرګنده کړې ده۔ په اېكس خپل بیان کښې وزيراعظم شهباز شریف د اغیزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي ښكاره کړه او د بې دركه شویو کسانو د خوندي بیرته راستنېدو او د اغیزمنو ټولنو د زر بحالۍ لپاره یې خپلې نېکې هیلې څرګندې کړې۔ وزير اعظم وویل چې د غم په دې ساعت کښې، پاکستان د اندونیزیا، مالیزیا او تھائي لېنډ له خلکو، حکومتونو او مشرتابه سره بشپړ پیوستون څرګندوي او مونږ چمتو یوو چې د دې طبعي آفت د اثراتو مخنيوي لپاره هره ممكنه مرسته چمتؤ كړؤ۔ ليکنه چليدنه افغانستان سره جنګ بندي برقرار نه ده، د سکيورټي چيلنجز به په سنجيدګۍ سره مخه نيول وي: د خارجه دفتر وياند د وفاقي وزير جام كمال خان د مصري السويدي اليكټرك صدر او سي اي او انجينئر احمد السويدي سره ملاقات