اسلام آباد  (مانند نیوز) وزير اعظم محمد شهباز شريف د هانګ كانګ په دنګه ودانۍ كښې د اوور لګيدو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندوني سره د چين صدر شي جن پنګ ، د چين قام او ځپليو سره غمرازي وكړه۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ’’ ايكس‘‘ خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل په دې پېښه كښې په شوې ځاني او مالي زيان دړديدلې يو،د چين صدر شي جن پنګ ، د چين قام او ځپليو كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له او د ځپليو همت او بحالۍ له دعا كوو۔وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې د چين اولس او حكومت او په خاص توګه د هانګ كانګ خصوصي انتظاميې سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *