پيندۍ  (مانند  نیوز) د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري واضحه كړې ده چې پاكستان كله هم په كوم ځائے كاروائي كوي نو ښكاره اعلان سره كوي او چري هم سويلين آبادي نه ده په نښه كړې شوې،په نان كسټم پيډ ګاړو دې په سمدستي توګه بنديز ولګولې شي ځكه چې د ترهه ګرو ځينو پېښو لپاره دغه ګاړي كارولې شوې۔خبريالانو ته بريفنګ په مهال ده ووئيل پاكستان يوه ذمه وار هېواد دے كوم چې د رياست په حيث غبرګون وركوي۔ده په ډاګه كړه چې زمونږ په نظر كښې كوم ګډ يا بيډ طالبان نشته،د ټولو ترهه ګرو سره يو ډول رويه ساتلې كيږي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاكستان په افغانستان كښې په كومه پېښه كومه پټه كارروائي نه ده كړې او كله چې هم څه اقدام كيږي نو د هغې رسمي اعلان كيږي۔ده ووئيل پاكستان د افغانانو په ضد نه بلكه د ترهه ګرو په ضد دے دغسې مسئله د افغان عبوري حكومت رويې سره تعلق لري كوم چې د ترهه ګرو په ضد موثره او د تصديق وړ كارروائي نه كوي۔ده پوښتنه وكړه چې طالبان حكومت به تر څو عبوري حيثيت كښې وي او كله به د يو رياست په توګه پريكړه كوي ؟ ده ووئيل نان سټيټ ايكټرز په ډول پريكړې د نه قبلولو وړ دي۔ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل 4 نومبر نه پس تر اوسه 206 ترهه ګر وژلې شوي او خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې 4,910 عمليات شوي ۔ده ادعاٰ وكړه چې اوسنيو كښې شوو ځانمرګې بريدونو كښې ككړ عناصر كښې زياتره افغان وكړي شامل دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې په پاك افغان پوله سمګلنګ او د پولي پورې څخه د جرمونو ختمولو ته اړتيا ده ځكه چې د ترهه ګرۍ د معاونت لويه ذريعه هم دغه نيټ وركس دي۔د آئي اېس پي آر ډي جي غوښتنه وكړه چې په نان كسټم پيډ ګاړو دې په سمدستي توګه بنديز ولګولے شي ځكه چې د ترهه ګرۍ په ځينو پېښو كښې د دغه ګاړو استعمال رامخې ته شوے ۔د پاك پوح وياند ووئيل د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دي او تر ترهه ګرو ختمولو به د هغوي سره جنګ كولې شي۔ده انكشاف وكړو چې بهر هېوادونو څخه چليدونكي سوشل ميډيا اكاؤنټس د رياستِ پاكستان په ضد منفي پروپيګنډا كوي چې مقصد ئې د اولس او ادارو ترمينځه بداعتمادي پيدا كول ده۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *