اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د اسلام آباد پولیس په حق رسيديلي اېس پي عديل اكبر كورنۍ سره غمرازۍ لپاره كامونكي ته لاړو۔ په دې موقعه د اسلام آباد پوليس ډي آئي جي عتيق طاهر ٬ ډي آئي جي جواد طارق او ډي آئي جي هارون جوئيه هم وفاقي وزير سره ؤ۔ وفاقی وزیر د اېس پي عديل اكبر پلار ٬ ورور او د هغه د كورنۍ نورو كسانو سره ملاقات او غمرازي وكړه۔ دوئي ارواښاد لپاره فاتحه خواني او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل اېس پي عديل اكبر د اسلام آباد پوليس قيمتي اثاثه ؤ كوم چې خپلې پېشه ورې ذمه وارۍ زياتې خوارۍ او جذبې سره ترسره كولې۔ د هغه په حق رسېدو مونږ ته زيات خفګان رسېدلے دے۔ مونږ د غم په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده زياته كړه چې د ارواښاد خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير غمجنې كورنۍ ته باور وركړو چې حكومت به د هغوي هره ممكنه مرسته كوي۔ ليکنه چليدنه جمو وكشمير كښې هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده : د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار پيغام د چین نوې منصوبې د اعلیٰ معیار پرمختګ لپاره مهمه لاره ده ، پاکستان