اسلام آباد۔(مانند نیوز) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د كشميري اولس عزم او استقلال ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د كشمير خصوصي حېيثت ختمول ، د تور قانون نفاذ ٬ غېر مقامي وګړو ته ډوميسائل وركولو سره په آبادياتي ډھانچه كښې بدلون او د كشمير قيادت په قيد وبند كښې ساتل د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو اود څلورم جېنوا كنونشن ښكاره خلاف ورزۍ دي۔ د كشمير تورې ورځې به موقع خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل 27 اکتوبر كال 1947 هغه توره ورځ ده كله چې هندي پوځ سرينګر ته په ننوتلو سره په جمو وكشمير غېر قانوني قبضه وكړه۔ له تېرو 78 كلونو راهيسې د كشمير اولس د هندي قابض پوځ ظلم ٬ جبر او استبداد سره مخ دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په خپلو يو شمېر قراردادونو كښې دا خبره په ډاګه كړی وه وه چې د جمو وكشمير د سباؤن پرېكړه به د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د آزدو او بې پرې ټاكنو د لارې كيږي خو هند تل د دغه قراردادونو خلاف ورزي كړې ده۔ ده ووئيل د 5 اګست 2019ﺀ غېر قانوني او يو اړخيزه هند اقدامات څخه وروستو په جمو وكشمير كښې بشري بحران لا سنګين شوے دے۔ ده ووئيل د كشمير خصوصي حېيثت ختمول ، د تور قانون نفاذ ٬ غېر مقامي وګړو ته ډوميسائل جاري كولو سره په آبادياتي ډھانچه كښې بدلون او د كشميريانو قيادت په قيد وبند كښې ساتل د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو اود څلورم جېنوا كنونشن ښكاره خلاف ورزۍ دي۔ ده پهلګام پېښې څخه وروستو د هندي چارواكو لخوا په مقبوضه سيمه كښې په كرېك ډاؤن ٬ د بې ګناه كشمير وګړو په نيولو ٬د كورونو په ورانولو او نورو ناوړه اقدامات سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل د بشري حقونو دې خلاف ورزيو ته د ملګرو ملتونو په شمول د انساني حقونو نورو نړيوالو تنظيمونو دستاويزي شكل وركړے دے۔ ده د كشميري اولس عزم ٬ استقلال او حوصلې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د سختو بندېزونو او چېلنجونو باوجود كشميري اولس د مړانې او عزم مثال رقم كړے دے۔ نائب وزیراعظم او خاربجه وزير په خپل پېغام كښې د پاك هند وروستي تاؤ تريخوالي حواله وركولو سره دا خبره په ډاګه كړه چې د هند ضد او د نړيوال قانون د خلاف ورزيو د لاسه د منطقې امن او استحكام سنګينو خطرو سره مخ شوے دے او دا شخړه بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه د كشميري اولس تكليفونو او ستونزو ختمولو كښې خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او په هر يو نړيوال فورم به د دوئي خپلواكۍ لپاره غږ پورته كوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *