رياض (مانند نیوز) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د سوريه عبوري صدر احمد الشراع سره د ملاقات نه پس صدر ټرمپ 25 كاله پس د سوريه كوم لارښود سره ملاقات كونكے د امريكې وړومبے صدر شو۔ د انډيپنډنټ اردو له مخې دا ملاقات په سوريه لګولے شوو بندېزونو كښې د نرمۍ اعلان نه پس شوے او دا ملاقات د سعودي په پايه تخت رياض كښې د خليجي مشرانو غونډې نه وړاندې شوے۔ د سپېني ماڼۍ يو اهلكار ووئيل د دواړو ترمېنځه مختصر ملاقات شوے۔ د يادونې وړ ده صدر ټرمپ د نهې په ورځ اعلان كړے ٶ چې مونږ په سوريه لګولي شوي بنديزونه ختموٶ٬ ټرمپ دا اعلان په داسې وخت كښې كړے كله چې تركيه او سعودي چارواكو د احمد الشرع ملاتړ كولو سره د بندېزونو ختمولو مطالبه كړې وه۔ ليکنه چليدنه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق باجوړ كښې د مبارك زيب په استوګنه د چاودنې غندنه وكړه د آپریشن بنیان مرصوص په كاميابۍ به (نن) ګرد هېواد كښې يوم تشكر لمانځلے شي٬ ټول قام به د شكر سجده ادا كوي۔ عطاء تارړ