اسلام آباد  (مانند نیوز)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي او د وزيراعظم خاص مرستيال مبارك زيب په كور باجوړ كښې د آئي اي ډي چاودنې غندنه كولو سره د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د غندنې په بيان كښې ده ووئيل د الله پاك شكر دے چې د مبارك زيب په كور د چاودنې څخه كوم ځاني زيان نه دې شوے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د مبارك زيب او د هغه كورنۍ لپاره د نيكو هيلو خرګندونه وكړه او د خېبرپښتونخوا اړوندو چارواكو ته يې د مبارك زيب استوګنې په خوا كښې د چاودنې د سپيځلو پلټنو كولو او په یښه كښې د ككړ عناصر قانون سره د مخ كولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ غړي امنيت دې باوري كړے شي او هغه ته دې هر ممكن تحفظ وركړے شي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *