قاهرہ۔(مانند نیوز) په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال وئيلي دي پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي ٬ هند 5 كاله وړاندې په 5 اګست 2019 په غېر قانوني توګه د خپل تسلط لاندې مقبوضه جمو وكشمير كښې خپلې نسل پرستۍ ته لا پراختيا وركړه۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مصر په پلازمينه قاهره كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د 5 اګست يوم استحصال كشمير په مناسبت سره “کشمیر د هند په ظالمانه قبضه كښې” سرخط لاندې تابيا شوي يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين آرټیکل 370 او 35A په يو اړخيزه توګه منسوخ كړو۔ سفیر زياته كړه چې هندوستان خپلو ټولو لوظونو ٬ د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو ٬ نړيوالو اصولو او كنونشنز څخه سرغړونه كړې۔ په سیمینار كښې د صدر مملکت آصف علی زرداري ، وزیراعظم شهباز شریف او خارجه وزير اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ د مقررينو په پېنل كښې مصري دانشوران ٬ د تعليمي ادارو ٬ ميډيا او سول سوسائټي نوموړي شخصيات شامل وو۔ په دستوره كښې مصري وګرو او په مصر كښې د مېشته پاكستانۍ كميونټي ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو۔ مقررینو په خپل خطاب كښې په بې ګناه كشميري وګړو د هند قابضو ځواكونو د ظلمونو غندنه وكړه۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د هند لخوا د كشميري وګړو د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كړي۔ دوئي د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې منصفانه او سوله ايز حل باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي ليکنه چليدنه نړيوال تجارتي نندارتون “چائنا فشريز اينډ سي فوډ ايکسپو” كښې ګډون لپاره درخواستونه طلب د هيواد پرمختګ لپاره ډيجيټل معيشت ضروري دے ٬ د مسئلو حل او سپيځلتيا له به ټيكنالوجۍ څخه استفاده كول وي : د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال