بګوټا۔ ( مانند نیوز) د كولمبيا صدر ابيلا ډوډي لا ايسپريلا د نيو يارك ټائمز د هغه رپورټ ترديد كړے دے چې پكښې وئېلي شوي وو چې د هغوي حكومت په هېواد كښې د نشه اي توكو قاچاق سره د ټړلو تنظيمونو خلاف د ګد پوځي آپرېشن كولو لپاره د امرېكې منصوبه رد كړې ده۔ د العربيه اردو تر مخه ابيلا ډوډي لاايسپريالا په ايګس خپل پوسټ كښې ووئېل د ورځپاڼې د اړخه وړاندې كړي معلومات دروغ دي ۔ هغه زور راوړو چې د كولمبيا او امرېكې د سلامتيا ٬ استخبارات او د نشه اي توكو خرڅونكو ډلو او هغوي سره د ټړلو ترهه ګر تنظيمونو مخ نيوي څانګو تر مينځه نزدې او زياتېدونكې مرسته دوامداره ساتلې شوې ده ۔ هغه واضحه كړه چې د هغوي هېواد د خپل پوځي ٬ تكنيكي ٬ آپرېشنل او استخباراتي صلاحيتونو زياتولو خوښي لري نه چې پخپله خاوره د كوم غېر ملكي پوځونو د په ځائے كولو غوښتنه كوي۔ هغه اشاره وركړه چې په دې اړه د كومې هم پرېكړې اختيار د كولمبيا كانګرېس لري ۔ هغه ووئېل د كولبميا پوځ د دغې تنظيمونو مقابلې كولو لپاره ضروي تجربه او وظيفائي مهارت لري او دوي د اساسي قانون او قامي خودمختارۍ پاسدارۍ سره نور آلات ٬ ټېكنالوجي او وسائل ته ضرورت لري ۔ بل پلو د امرېكې د جنګ وزير بېټ هيګسته هم د كولمبيا د صدر د بيانونو تائيد كولو سره د هغه د یوسټ په ځواب كښې وولېكل چې بې بنسټه خبرونه پخپله ختمدې نشي ٬ دا بيخي دروغ دي ٬ هغه ووئېل د كولمبيا او امرېكې سلامتيا په خطر كښې د اچونكو تنظيمونو مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو همكاري د وړاندې نه ډېره زياته مضبوطه ده۔ هغه ووئېل د امرېكې د جنګ محكمه به تر آخر د بوګاټا سره ولاړه وي۔ ليکنه چليدنه وفقاي وزير عطا الله تارړ د سينئر خبريال بابر بن عطا كور ته لاړو،هغه سره د مور په مړينه لاس نيوه